افغان ځواکونو ۳۵ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه اورپکي ووژل.‌

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې،‌ د دفاع وزارت د نومبر په ۲۷مه وویل چې ځواکونو په وروستیو وختونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه طالبان اورپکي ووژل.‌

پژواک خبري اژانس د نومبر په ۲۷مه د اروزګان ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال ولي جان سرحدي له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په ترینکوټ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل.‌

ښایي چې هغه ۲۰ تنه د هغو ۳۰ تنو اورپکو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د مړینې خبر ورکړی وو.‌

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۶مه وویل، عسکرو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې د ۶ طالبانو او ۵ داعشیانو په شمول ۱۱ تنه اورپکي ووژل.‌ ښایي چې دا ۶ تنه طالبان د هغو ۳۰ تنو اورپکو په ډله کې شامل وي چې پخوا یې د مړینې خبر ورکړل شوی وو.‌

خامه پرېس د نومبر په ۲۸مه راپور ورکړ چې په عین حال کې، د ملي امنیت ریاست په وروستیو وختونو کې ۸ تنه شکمن اورپکي ونیول. له دې ډلې څخه ۶ تنه په کندهار ولایت کې او دوه تنه نور چې د ځانمرګو بمي بریدونو اراده یې لرله په کابل کې ونیول شول.‌

د ملي امنیت ریاست وویل چې شکمن ځانمرګي داعش پورې تړلي ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500