په افغانستان کې په لسګونو طالب جنګیالي او پولیس افسران ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په تېرو دوه ورځو کې په درې ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه اورپکي او ۱۶ تنه افغان پولیس افسران ووژل شول.

د طلوع نیوز د نومبر د ۲۸مې د یوه راپور له مخې، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه تش په نامه قاضي په شمول لږ تر لږه ۳۰ تنه داعشیان ووژل.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د نومبر په ۲۸مه وویل چې ۸ تنه طالبان د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې د ځانمرګي واسکټ یې برابراوه او په تصادفي ډول هغه وچاودېد.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، چارواکو د نومبر په ۲۸مه وویل چې لږ تر لږه ۱۰ تنه اورپکي او ۱۲ تنه پولیس افسران د نومبر په ۲۷مه هغه وخت په جګړه کې ووژل شول چې طالبانو په فراه ولایت کې په پوستو حمله وکړه. خو د والي ویاند محمد ناصر محمدي یوازې د درې تنو پولیسانو مړینه تایید کړه.

سربېره پر دې، طلوع نیوز د ځایي چارواکو په قول د نومبر په ۲۸مه راپور ورکړ چې طالبانو د نومبر په ۲۷مه د زابل ولایت په شملزي ولسوالۍ کې څلور تنه سرحدي پولیس افسران ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500