جلال اباد -- چارواکو وویل چې په ننګرهار ولایت کې په وروستیو وختونو کې په جګړه کې د داعش ګڼ شمېرغړي ووژل شول، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې یو شکمن کس چې د ځانمرګي برید اراده یې لرله ونیو.
خامه پرېس د نومبر په ۳۰ مه راپور ورکړ چې د ننګرهار ولایت پولیسو وویل، داعش ته د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې درانه تلفات ورواوښتل، او زیاته یې کړه چې اورپکو د خپلو ۸ ملګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پرېښودل.
د خامه پرېس د راپور په اساس، په عین حال کې د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندان خلیل الله ضیائي وویل چې پولیسو د نومبر په ۳۰ مه د پکتیکا ولایت په ښرنه کې یو کس چې د ځانمرګي برید ترسره کولو شک پرې کېده ونیو.
ضیائي وویل چې شکمن کس د خپل هدف په لوري روان وو چې پولیسو ونیو.
پژواک خبري اژانس د نومبر په ۲۹مه راپور ورکړ چې پولیسو د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې په لړ کې په ګڼ شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه ۸ تنه شکمن قاچاقچیان ونیول، یو یې وواژه او خواوشا یو ټن نشه یي توکي یې ونیول.