کابل -- په غزني او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې له یو درجن څخه ډېر طالبان او د داعش یو قوماندان ووژل شول.
د غزني د امنیې قوماندان برید جنرل امین الله امرخېل د نومبر په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، عسکرو په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه طالبان ووژل.
هغه وویل چې تښتېدونکیو طالبانو د خپلو ۶ ملګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پرېښودل، او زیاته یې کړه چې د عسکرو تر څنګ د وسله والو پر ضد د ځایي پاڅون ځواک هم جګړه کوله.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په یوه بل عملیات کې عسکرو د نومبر په ۳۰مه د داعش یو قوماندان وواژه.