افغان طالبانو تایید کړه چې دغه ډله له مالي بحران سره مخامخ ده

د سټاف راپور

کابل -- د لندن د ګارډین ورځپاڼې د نومبر په ۲۹مه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ (۱۹۹۶ - ۲۰۰۱) د وخت د یوه جیګپوړي ډپلوماټ ملا رحمت الله کاکازاده له قوله راپور ورکړی چې افغان طالبان له دې امله چې دغه ډله داسې تکتیکونه کاروي چې اکثر په کې ملکي خلک وژل کیږي هغه وخت له مالي بحران سره مخامخ شول چې مرستندویانو یې له دې امله د هغوی له تمویل څخه انکار وکړ.

هغه د ګارډین ته وویل، «دا خلک چې دا پیسې ورکوي نه غواړي چې په داسې ماینونو باندې یې ولګوي چې هغه ماشومان وژني.»

د ګارډین زیاته کړه، د طالبانو خپلمنځي شخړې د دې سبب شوي چې له بزګرانو څخه د کوکنارو عشر راټولول مختل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500