افغان ځواکونو ۴۷ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو د ۴۸ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه اورپکي ووژل.

طلوع نیوز د ډسمبر په ۵ مه راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، عسکرو په ۷ ولایتونو کې ۲۸ تنه یاغیان ووژل او ۸ تنه شکمن یاغیان یې ونیول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، وزارت د ډسمبر په ۴مه له دې نه جلا وویل چې په یوه ګډ عملیات کې د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ۹ تنه نور اورپکي ووژل شول. په غزني کې یوه پوځي ویاند محمد حنیف رضایي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په عین ورځ عسکرو په غزني ښار کې ۹ تنه طالبان ووژل.

په ورته وخت کې، افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ یوه چارواکي د ډسمبر په ۴مه وویل چې عسکرو په یاده ولسوالۍ کې د داعش یو قوماندان وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500