کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې په پکتیا او جوزجان ولایتونو کې درې تنه افغان ملکیان ووژل شول او درې تنه ماشومان ژوبل شول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د ډسمبر په ۴ مه د سرک د غاړې یوه بم د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې دوه ښځې او یو سړی ووژل.
په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د ډسمبر په ۵ مه د جوزجان د والي د ویاند محمد رضا غفوري له قوله راپور ورکړ چې د دغه ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د هاوان د یوې ګولۍ د چاودنې په نتیجه کې درې ماشومان ژوبل شول.