افغان ځواکونو ۳۱ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۳۱ تنه اورپکي ووژل.

د هرات د والي ویاند فرهاد جېلاني د چارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۷ مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، سرتېرو په وروستیو وختونو کې په شینډنډ ولسوالۍ کې ۳۰ تنه اورپکي ووژل. په عین ورځ افغانستان ټایمز د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې هغوی په ۱۴ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۶ تنه طالبان ووژل. د هغو ۲۶ کسانو له جملې څخه یو شمېر ښایي د هغو ۳۰ تنو په ډله کې شامل وي چې په هرات کې وژل شوي ول.

د خامه پرېس د پنجشنبې (د ډسمبر۸ مه) د یوه راپور په اساس، په عین حال کې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو بهرنی کس چې د داعش لپاره یې کسان جلبول وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500