کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ (د ډسمبر۷ مه) راپور ورکړ چې د طالبانو یوې ۲۶ کسیزې ډلې چې یو استخباراتي قوماندان هم په کې شامل دی یاغیتوب ته د پای ټکی کېښود او په بدخشان ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شوه.
قوماندان قاري محراب وویل چې هغه او د هغه ډلې له ډېرو کلونو راهیسې په وردوج ولسوالۍ کې فعالیتونه کول.
د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد وویل، په تېرو درې میاشتو کې سلګونه اورپکي په دغه ولایت کې تسلیم شوي دي.