اروزګان، افغانستان -- رسنیو راپور ورکړ چې سرتېرو د جمعې په ورځ (د ډسمبر۹مه) د افغانستان په جنوب ختیځ کې د شفق ۲ عملیات پیل کړل، او په وروستیو وختونو کې یې په اروزګان او پروان ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز د یکشنبې د ورځې (د ډسمبر ۱۱مه) د راپور له مخې، د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند فضل خدا وویل، د شفق ۲ عملیاتو هدف دا دی چې له پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو څخه یاغیان وباسي.
د پکتیا والي زلمي ویسا وویل، هغه یاغیان چې ځانونه تسلیم نه کړي هغوی به له منځه وېوړل شي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د اروزګان ولایت د امنیې قوماندان ولي جان سرحدي د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۲مه) وویل، عسکرو په وروستیو وختونو کې په اروزګان ولایت کې ۱۸ تنه اورپکي ووژل.
پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۲مه) د کورنیو چارو د وزارت د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ، په عین حال کې، پولیسو په یوه چاپه کې په وروستیو وختونو کې د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د طالبانو یو قوماندان وواژه.
د خامه پرېس د راپور په اساس، محلي پولیس چارواکو وویل، د سرک د غاړې یوه بم د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱مه) د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې درې تنه ملکي کسان ووژل.