د ۲ پولیسو په ګډون ۲۸ تنه افغانان په تاوتریخوالي کې ووژل شول

د سټاف راپور

رسنیو راپور ورکړ، په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي د دوه پولیس افسرانو په شمول لږ تر لږه ۲۸ تنه افغانان ووژل.

د کونړ ولایت د امنیې قوماندان تورن جنرال جمعه ګل همت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د دوشنبې په شپه (د ډسمبر ۱۲مه) د سرک د غاړې یوه بم د سرحدي پولیسو یو قوماندان ډګرمن ولي جان او د هغه ساتونکی ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۲مه) وویل، یاغیانو په وروستیو کې د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې یو پولیس او د هغه تره ووژل.

په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم له قوله خبر ورکړ چې، سرتېرو په وروستیو وختونو کې په دغه ولایت کې ۱۰ تنه طالبان ووژل.

خامه پرېس د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۲مه) د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې د هلمند ولایت له لښکرګاه سره نژدې یوه هوایي برید په وروستیو وختونو کې ۱۴ تنه اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500