ایران د طالبانو مشران کانفرانس ته رابلي

د سټاف راپور

طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۵مه) راپور ورکړ، ایران د اسلامي یووالي په هکله د تهران په یوه کانفرانس کې د افغان طالبانو د مشرانو کوربه دی.

د راپور له مخې، ایراني عالم محسن اراکي، چې د ایران د کارپوهانو د شورا یو غړی دی، وویل «ایران تل د طالبانو تحریک کې له یو شمېر کسانو سره تماسونه لرلي دي،»

دا اعلان په کابل کې د ایران د سفیر محمد رضا بهرامي له بیان څخه دوه ورځې وروسته راغی، چې ویلي یې وو د هغه هېواد او طالبانو په خپلو کې سره خبرې کړې دي.

افغان مقاماتو په مکرر ډول تهران په دې تورن کړی دی چې طالبانو ته پوځي او لوجیسټيکي مرستې ورکوي، خو ایران پخوا له دغو تورونو څخه ځان سپین باله.

طلوع نیوز زیاته کړه، دغه حرکت د داسې یوه هېواد لپاره چې تل یې له طالبانو سره د مستقیم تماس لرلو څخه انکار کاوه «بې سابقې» دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500