امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعش ۱۰ غړي ونیول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل، د ملي امنیت ریاست په وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې ۱۲ تنه شکمن اورپکي ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، ملي امنیت په وروستیو کې د داعش ۱۰ تنه غړي چې په کابل کې د اکتوبر په میاشت کې په سخي زیارت کې په یوه ځانمرګي برید کې په لاس لرلو تورن دي ونیول.

په هغې حملې کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي ول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۵مه) وویل چې د ملي امنیت ریاست په وروستیو کې دوه کسان چې په دغه ولایت کې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو اراده یې لرله خپلو هدفونو ته له رسېدلو څخه مخکې ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، شکمنو کسانو اراده لرله چې په جلال اباد کې په حکومتي ودانیو کې چاودنې وکړي.

په عین حال کې، د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دراني د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۴مه) په یوه کور کې دننه یوې چاودنې دوه ماشومان ووژل.

هغه وویل، بم هغه وخت وچاودېد چې یوه ماشوم ورسره لوبې کولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500