راپور وایي چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ۱۰ ژورنالستان وژل شوي دي

ای اېف پي

کابل -- بې سرحده خبریالانو د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۹مه) راپور ورکړ چې د هغو ۵۷ ژورنالستانو له ډلې څخه چې په ۲۰۱۶ کال کې په نړۍ کې وژل شوي دي ۱۰ تنه افغانان دي.

په افغانستان کې ۱۰ واړه وژل شوي خبریالان د هغوی د وظیفې له امله په نښه شوي دي.

یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې ۷ ژورنالستان ووژل چې درې کسه په کې ښځې وې. قربانیان د طلوع تلوېزیون په یوه میني بس کې روان ول. طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د ۵۷ تنو مجموعي شمېر د ۲۰۱۵ کال د ۶۷ وژل شویو کسانو د شمېر په نسبت کمی ښیي، خو د بې سرحده خبریالانو موسسه وایي چې دا کمی له دې امله دی چې ژورنالستان «له هغوهېوادونو څخه چې ډېر زیات خطرناک دي، په ځانګړې توګه سوریه، عراق، لیبیا، یمن، افغانستان او بروندي» څخه وځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500