افغان طالبان د یوې ښځې له خوا د دویم واده له امله د هغې په وژنه تورن شول

د سټاف راپور

بادغیس، افغانستان -- بي بي سي د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر۱۹مه/ راپور ورکړ چې د راپورونو له مخې طالب اورپکو یوه ښځه وروسته له هغه ووژله چې هغې له طلاق اخیستلو څخه وروسته بل واده وکړ.

یوه ځایي سیاستوال نصیر نظري وویل، ۲۵ کلنه عزیزه د ډسمبر په ۱۷مه وروسته له هغه په مرګوني ډول وویشتل شوه چې پخواني مېړه یې پرې شکایت وکړ.

یادې ښځې له طلاق اخیستلو څخه وروسته بیا واده وکړ، خو د راپورونو له مخې د هغې پخواني مېړه د طالبانو له خوا ټاکل شوې محکمې ته عریضه وکړه.

چارواکو وویل، هغه د هغې د پلار په کور کې د طالبانو له خوا ووژل شوه.

طالبانو د هغې په وژنه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ او دا کار یې د کورني جنجال نتیجه وبلله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500