افغان چارواکو ۱۹۱ ټنه نیول شوي مخدر مواد وسوزول

د سټاف راپور

پکتیا، افغانستان -- افغانستان ټایمز د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر۱۹مه/ راپور ورکړ چې د افغانستان د مخدرو توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په وروستیو وختونو کې په پکتیا ولایت کې ۱۹۱.۲ ټنه مخدر توکي ونیول او ۶ کسان یې پرې بندي کړل.

د کورنیو چارو د وزارت د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي وویل، په هغو مخدرو توکو کې چې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې پولیسو تېره اونۍ د پکتیا ولایت په احمد اباد کلي کې نیولي وو ۱۸۹.۵ ټنه چرس، ۱.۷ ټنه اپین او ۱۸ کیلوګرامه هیرویین شامل ول.

ټول نیول شوي مخدر مواد وسوزول شول.

احمدي وویل، سوزول شویو موادو په افغانستان کې دننه ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر (۳.۳ میلیارده افغانۍ) او د دې ۱۰ برابره زیات ارزښت په خارج کې درلود.

هغه زیاته کړه، د پکتیا د عملیاتو په جریان کې د مخدرو توکو پرضد د مبارزې پولیسو ۴۴ د مخدرو موادو لابراتوارونه ویجاړ کړل.

هغه وویل، په په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې په دوه وروستیو عملیاتو کې، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې پولیسو ۶ شکمن کسان چې د خواوشا ۱ ټن اپین په لرلو تورن ول ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500