افغان اورپکو د سره صلیب کارکوونکی وتښتاوه

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د سه شنبې په ورځ /د ډسمبر۲۰مه/ وویل چې وسله والو د افغانستان په شمال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو هسپانوی کارمند وتښتاوه چې دا په دغه هېواد کې د بهرنیو د تښتونو د لړۍ تر ټولو تازه پېښه وه.

دا تښتونه د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر۱۹مه/ هغه وخت پېښه شوه چې د یادې نړیوالې خیریه ادارې کارکوونکیو په دوه موټرو کې له مزارشریف څخه کندوز ته سفر کاوه.

آی آر سي په یوه خبرپاڼه کې وویل، «یو نارینه کارکوونکی ونیول شو. نورو ته اجازه ورکول شوه چې لاړ شي،»

د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې یوې دپلوماتیکې سرچینې تایید کړه چې تښتول شوی کارمند هسپانوي تبعه وو.

تر اوسه پورې د اورپکو هېڅ ډلې د دې تښتونې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش ای اېف پي ته وویل، محلي چارواکي د دې پېښې څېړنه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500