کونړ، افغانستان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د ډسمبر۱۹مه/ راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي -- چې ۵ تنه یې د لشکرطیبه غړي او یو یې د طالبانو قوماندان دی -- په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په وروستیو کې د خپلو چاودونکیو توکو په واسطه یا د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.
د دفاع وزارت وویل، د لشکر طیبه ۵ غړي د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې په وروستیو کې هغه وخت ووژل شول چې د هغوی چاودونکي توکي په غیرارادي توګه وچاودېدل.
د ننګرهار ولایت پولیسو وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو د یکشنبې په ورځ / د ډسمبر۱۸مه/ د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو یو قوماندان او یو بل یاغي کس ووژل.