کابل -- پژواک خبري اژانس د سه شنبې په ورځ /د ډسمبر۲۰مه/ د پولیسو د قوماندان ډګرمن شېرعزیز کامه وال له قوله راپور ورکړ چې افغان سرتېرو د پامیر۱ عملیاتو په ترڅ کې د کندوز په ښار کې ۹ تنه طالبان ووژل.
سرتېرو په هغوعملیاتو کې خپل یو ملګری له لاسه ورکړ چې طالبان یې په کندوز ښار کې د حضرت سلطان څلورلارې له سیمې نه واېستل.
سرتېرو عملیات د سه شنبې د ورځې په اوایلو کې پیل کړي ول.