کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د ډسمبر ۲۱مه/ راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په کندوز ښار کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ملا رمضان په نامه د یوه قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان ووژل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل چې عسکرو د ولایت په مرکز کې ډېرې سیمې له اورپکو نه پاکې کړې.
په عین حال کې، خامه پرېس د پنجشنې په ورځ / د ډسمبر ۲۲مه/ د ملي امنیت د ریاست د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ چې د ملي امنیت ادارې په وروستیو کې په کابل کې په یوه محلي چاپه کې د ځانمرګو د درې واسکټونو، ۶ مقناطیسي بمونو او ګڼو نورو ډول ډول وسلو او چاودېدونکیو موادو په نیولو سره د یوې ترهګریزې حملې مخه ونیوله.