کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د ډسمبر۲۱مه/ راپور ورکړ، ولسي جرګې د حکومت له خوا وړاندیز شوې بودجه د رایو په اتفاق سره رد کړه.
مشرانو جرګې دغه لایحه د نومبر په میاشت کې تصویب کړه او د وروستي تایید لپاره یې ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
د ولسي جرګې غړو د بودجې په تخصیصونو کې د نه توازن، نه عدالت او نه شفافیت اسناد وموندل.
د مالیې وزارت وړاندیز کړی وو چې ۲۸۷ میلیارده افغانۍ (۴.۲ میلیارده امریکایي ډالر) د عادي بودجې او ۱۷۸ میلیارده افغانۍ (۲.۷ میلیارده امریکایي ډالر) د پرمختیایي بودجې له لارې ولګوي.