د افغان طالبانو قوماندان ووژل شو، ۲۷ تنه اورپکي ټپیان شول

د سټاف راپور

کابل -- په درې ولایتونو کې په وروستیو تاوتریخوالو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو او لږ تر لږه ۲۷ تنه اورپکي ټپي شول.

خامه پرېس راپور ورکړ چې د دفاع وزارت (MoD) د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۲مه/ وویل، د توپخانې وروستیو ډزو او هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۲ تنه اورپکي په کندوز ولایت کې ټپي کړل.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د دفاع وزارت له دې نه جلا وویل چې ۵ تنه نور طالبان په په دې وروستیو کې په نورستان ولایت کې د خپل بم په واسطه ټپي شول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د ولسوالۍ د امنیې قوماندان ډګرمن محب الله کوهدامني د جمعې په ورځ /د ډسمبر۲۳مه/ وویل، سرتېرو د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر۲۲مه/ په هغې جګړه کې د طالبانو یو قوماندان وواژه چې د اورپکو له خوا په پولیسو له حملې څخه وروسته شروع شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500