افغان طالبانو تښتول شوي لوبغاړي خوشې کړل

د سټاف راپور

کابل -- د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر۲۲مه/ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې تایید کړه چې افغان طالبانو ۹ کسه تښتول شوي ورزشکاران خوشې کړل.

منګل وویل، طالبانو دغه لوبغاړي د سه شنبې په ورځ /د ډسمبر۲۰مه/ په جلرېز ولسوالۍ کې له یوه موټر څخه وتښتول. هغوی درې کسان په هماغه ورځ خوشې کړل او ۶ کسه نور یې وروسته له هغه خوشې کړل چې محلي مشرانو د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۱مه/ منځګړتیا وکړه.

منګل وویل، طالبانو یرغمل نیول شوي کسان له کومې معاملې نه پرته خوشې کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500