د ازبکستان او افغانستان اقتصادي کمېسيون په تاشکند کې غونډه جوړوي

د سټاف راپور

تاشکند - پوډروبنو راپور ورکړ چې د ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ، ترانسپورت او انرژۍ لپاره ګډ کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۶مه) په تاشکند کې د دويم ځل لپاره يوه غونډه جوړه کړه.

دغه کمیسیون د ۲۰۱۵ کال د اپریل په مياشت کې په لومړي ځل غونډه کړې وه.

د کمیسیون غړو د هيوادونو اقتصادي امکاناتو او د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د يو رپوټ له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې د هېوادونو تر منځ سوداګري ۴۴۴.۵ ميليونه امريکايي ډالرو (۱.۴ تریلیون ازبکستاني سوم یا ۲۹.۷ میلیارده افغانۍ) ته رسيدلي وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې، دا د ۴۲۹ میلیونه امريکايي ډالرو (۱.۴ تریلیون ازبکستاني سوم یا ۲۸.۷ میلیارده افغانۍ) نه زياته شوی وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500