کابل -- د یوه ساتونکي د مړینې په اړه طلوع نیوز د عیني شاهد له قوله راپور ورکړ چې د چارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸ مه) په کابل کې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې د پارلمان یوه غړی ټپي او د هغه ساتونکی ووژلو.
د دغه چاودنې په وخت د بامیان ولایت د پارلمان غړی (ايم پي) فخري بهشتي کار ته روان وو.
خامه پریس د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷ مه) راپور ورکړ، د کابل د پولیسو رئیس جنرل عبدالرحمان رحیمي په دې وروستیو کې وویل چې د هغه ځواک په تیري شوي دوه اونیو کې په ښار کې لږ تر لږه د دوه بمي چاودنو دسیسې ناکامه کړې.
د پژواک خبري اژانس له مخې، د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷ مه) په یو بیان کې وویل، له بلې خوا، په کونړ ولایت کې پولیسو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو شکمن غړی ونیولو چې په یاد ولایت کې نورو اورپکو ته د وسلو په رسولو تورن وو.