په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هاوان برید ۱۳ کسان ژوبل کړل

د سټاف راپور

بټي کوټ، افغانستان - خامه پريس راپور ورکړ چې د دغه ولايت پوليسو د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۹مه) وويل، چې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸مه) د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې په هاوان برید کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

په ټپي شوي کسانو کې پنځه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي. په دې کې ځيني د درملنې ترلاسه کولو وروسته رخصت کړی شول او نور په ولايتي روغتون کې پاتې دي.

چارواکو په وسله والو تور ولګوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې پلاوي (UNAMA) د وينا له مخې، په هېواد کې وسله والو په ۲۰۱۶ کال کې تر اوسه پورې ۱،۵۶۹ ملکي وګړي وژلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500