کابل -- په لوګر، فاریاب او هلمند ولایتونو کې په جلا، جلا امنیتي عملیاتو کې لږ تر لږه ۹۹ تنه طالبان اورپکي ووژل شول.
خامه پرېس راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲مه/ وویل، افغان جنګي الوتکو د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱/ د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د اورپکو په پټنځایونو باندې بمباري وکړه، او د دوه قوماندانانو په ګډون یې لږ تر لږه ۲۱ تنه طالبان ووژل.
د کورنیو چار وزارت وویل، هوایي حملو وسلې او مهمات هم ویجاړ کړل.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، محلي چارواکو د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲مه/ وویل، د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې، په تصفیوي عملیاتو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۲۶ تنه نور یاغیان ووژل شول.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي جان احمدزي د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲مه/ وویل، عسکرو په هلمند ولایت کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۵۲ تنه طالبان ووژل.