کندهار -- پژواک خبري اژانس د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې افغان اورپکو د دوشنبې په ورځ / د جنورۍ ۲مه/ د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې ۱۰ تنه مزدوران وتښتول.
یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، د جنورۍ په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، مزدورکارانو په لوړ میل کلي کې د یوه ښوونځي دېوال جوړاوه چې اورپکو وتښتول.