افغان ځواکونو د شفق ۲عملیات بدخشان ته را ورسول

د سټاف راپور

بدخشان، افغانستان -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې، افغان ځواکونو د سه شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲مه/ د شفق ۲ روان عملیات بدخشان ولایت ته را ورسول، چې له ګڼو کلیو څخه یې اورپکي واېستل او یو شمېر اورپکي یې ووژل.

دغه عملیات لا له پخوا راهیسې په ګڼو نورو لایتونو کې روان ول.

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندان محمد نبي بیان وویل، عسکرو عملیات په فیض اباد ښار کې پیل کړل، او زیاته یې کړه چې دغه عملیات «به د ژمي په جریان کې تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې سیمه له یاغیانو نه پاکه شي».

د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالبشیر صمیم وویل، د جګړې په بهیر کې د اورپکو په یوه حمله کې یو شمېر عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دفاع وزارت وویل، دغه عملیات په هلمند، فاریاب او ډېرو نورو ولایتونو کې په ورو ډول پرمخ ځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500