اورپکو ښوونکی او پولیسه ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې ناپېژاندو وسله والو د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴مه/ په غزني ولایت کې د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې مدیر او په هلمند ولایت کې یوه پولیسه ووژل.

د غزني ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ د ښوونې او روزنې مدیر تازه ګل ننګیالی جومات ته روان وو چې په ډزو ووژل شو.

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال ډګروال ګلي خان وویل، د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې اورپکو د ولایتي پولیسو د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د ادارې مشره، بله نسته، ووژله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500