بغلان، افغانستان -- ازادۍ راډېو د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د ولسوال فیض محمد امیري له قوله راپور ورکړ چې، وسله والو سړیو د جمعې په ورځ /د جنوري ۶ مه/ په بغلان ولایت کې ۱۳ تنه د ډبرو سکرو کان کیندونکي په ډزو ووژل.
هغه وویل، وژل شوي کان کیندونکي ټول شیعه هزاره ګان ول.
هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی اخیستی، خو امیري وویل چې احتمال لري چې دا جنایت داعش ترسره کړی وي.