افغان ځواکونو د طالبانو مرکز ونیو، ۲۷ اورپکي یې ووژل

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې په جګړو کې لږ تر لږه ۲۷ تنه اورپکي ووژل.

د چارواکو په وینا، په مړو اورپکو کې ۲۵ تنه طالبان او دوه د حقاني شبکې قوماندانان شامل دي.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د جنوري ۸ مه/ وویل، د حقاني شبکې قوماندانان عمران خان او شاهین د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې د یوه پوځي عملیات په ترڅ کې ووژل شول.

له دې نه جلا، د نیمروز والي محمد سمیع د یکشنبې په ورځ /د جنوري ۸ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، سرتېرو په نیمروز ولایت کې ۱۹ تنه طالبان ووژل په داسې حال کې چې طالبان یې د رضوي او کندهاریانو سیمې څخه پسې واخیستل.

د ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال ډګروال محمد صالح مسعود وویل، د نیمروز په جګړه کې یو افغان عسکر ووژل شو.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، چارواکو د دوشنبې په ورځ /د جنوري ۹ مه/ وویل، امنیتي ځواکونو په بغلان ولایت کې ۶ تنه یاغیان ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500