کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان کرکټ لوبغاړی شاپور ځدراڼ د تېرې شنبې په شپه/ د جنوري ۷ مه/ په کابل کې له یوې وسله والې حملې روغ راووت.
خامه پرېس راپور ورکړ، د ځدراڼ او د هغه د ورور په موټر څو مرمۍ ولګېدې. د هغه د ورور د حالت په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.
د کرکټ دغه لوبغاړي ته نژدې سرچینې وایي چې دا په نوموړي لومړۍ قاتلانه حمله نه وه.
هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.