د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر د اداري فساد له امله په ۱۴ کاله حبس محکوم شو

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، د کابل یوې محکمې د دوشنبې په ورځ / د جنوري ۹مه/ یو پخوانی د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال واسع رؤفي د رشوت منلو له امله په ۱۴ کاله حبس محکوم کړ.‌

څارنوال مجیب الرحمان وویل، رؤفي یوه خصوصي شرکت ته د تېلو د یوه قرارداد د ورکړې په بدل کې د ۱۰.۱ میلیون افغانیو (۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالرو) رشوت د قبلولو په تور محکوم شو.‌

رؤفي د نومبر د میاشتې راهیسې څلورم مدعی علیه دی چې د افغانستان د اداري فساد ضد جنایي عدالت د مرکز د محکمې له خوا زندان ته لېږل کېږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500