کابل -- جیو نیوز د سه شنبې په ورځ /د جنوري ۱۰مه/ راپور ورکړ، افغان امنیتي ځواکونو پاکستانی اورپکی قاری سیف الله اختر، چې د القاعده پخوانی جنګیالی او د حرکت الجهاد الاسلامي د ممنوع ګرځول شوې ډلې مؤسس وو، وواژه.
سرچینو وویل، سیف الله د پکتیکا ولایت په برمل سیمه کې په جنګ کې ووژل شو.
سیف الله د افغان طالبانو د وژل شوي لوی مشر ملا محمدعمر او د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن یو نژدې ملګری وو.
د ۲۱مې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې، پاکستاني چارواکو هغه د پاکستاني مشرانو د وژنې په بېلابېلو پلانونو کې په برخه لرلو تورن کړی وو.