د کابل غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- طالبانو د سه شنبې په ورځ /د جنوري ۱۰مه/ په کابل کې له افغان پارلمان سره نژدې دوه غبرګې بمي حملې وکړې، چې لږ تر لږه ۲۱ کسان یې ووژل او ۴۵ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

طالب یاغیانو سمدلاسه د دغو بمي حملو مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌ چاودنې هغه وخت وشوې چې کارمندان د پارلمان له ودانۍ نه په وتلو کې ول.‌

د پارلمان یوه ټپي شوي امنیتي ساتونکي ذبیح ای اېف پي ته وویل،‌ «لومړۍ چاودنه له پارلمان څخه بهر پېښه شوه... یو شمېر بې ګناه کارګر ووژل شول او ټپیان شول.‌ دغه حمله یوه پیاده ځانمرګي بمي بریدګر وکړه،»

هغه وویل، «دویمه موټربمي حمله وه.‌ هغه د سرک بلې غاړې ته ولاړ وو او کله چې موټر وچاودېد زه یې په زور سره شاته وغورځولم.»

یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ای اېف پي ته وویل،‌ چاودنو ۲۱ کسان مړه او ۴۵ نور ټپي کړل چې اکثر یې د پارلمان د کارمندانو په شمول ملکي کسان ول.‌

یوه بل امنیتی چارواکي وویل،‌ چاودنو «لسګونه کسان مړه» کړل.‌

چاودنې د پارلمان له یوې ضمیمه ودانۍ سره چې د یو شمېر وکیلانو دفترونه په کې واقع دي پېښې شوې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500