د نیمروزعملیاتو ۴۴ افغان اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د نیمروز ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال غلام جېلاني ابوبکر د سه شنبې په ورځ /دجنوري ۱۰ مه/ وویل، امنیتي ځواکونو د تېرو شپږو ورځو په بهیر کې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې په جګړه کې د ۲۵ پاکستاني اتباعو په شمول ۴۴ تنه اورپکي ووژل.

هغه وویل، عسکرو همدارنګه د وسلو یوه لویه ډيپو ترلاسه کړه، او زیاته یې کړه چې هغوی ۴۱ بلنداژونه ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500