افغان ځواکونو ۳ تنه ایراني شکمن ترهګر ونیول

د سټاف راپور

هرات -- خامه پرېس د چارشنبې /د جنوري ۱۱مه/ په ورځ راپور ورکړ، افغان مقاماتو درې تنه ایراني اتباع د ترهګرۍ د شک په تورپه هرات ولایت کې ونیول.

د هرات د ترهګرۍ ضد ریاست یوه چارواکي فضل الرحمان خادم وویل، ایرانیانو داسې احکام درلودل چې په دغه ولایت کې افراد په نښه کړي.

خادم وویل، ایرانیانو اعتراف نه دی کړی، خو پولیس شک کوي چې هغوی په ګڼو هدفي وژنو کې لاس لرلی دی.

دغه نیونې د داسې راپورونو په ترڅ کې پېښېږي چې طالبان او ایران د دې لپاره یو تړون جوړوي چې افغانستان بې ثباته کړي او د حریف داعش په مقابل کې جنګ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500