کندهار، افغانستان -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې /دجنوري ۱۱مه/ په ورځ راپور ورکړ چې، افغان پولیسو د سه شنبې د ورځې /د جنوري ۱۰مه/ د هغې بمي چاودنې په تړاو چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې په کندهار کې ووژل، ۵ شکمن کسان نیولي دي. په وژل شویو کې د ولایت مرستیال او د متحده عرب اماراتو ۵ تنه ډپلوماټان هم شامل دي.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق خبریالانو ته وویل، پولیسو د داسې یوه پلان یو استخباراتي راپور ترلاسه کړی وو چې د والي په کور حمله کېږي، خو ښایي چې اورپکو له روان تعمیراتي کار نه په استفادې سره د چاودونکیو توکو ځای پرځای کول پټ کړي وي.
رازق زیاته کړه، د متحده عرب اماراتو سفیر او د کندهار والي همایون عزیزي ټپي شول.