جلال اباد -- رسنیو راپور ورکړ چې، د راپورونو له مخې د داعش اورپکو په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه د مدرسې استادان وتښتول او ۲۰ کورونو ته یې اور ورته کړ.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادۍ راډېو ته وویل، داعش دغه استادان په یکشنبه / د جنوري ۱۵مه/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وتښتول.
خوګیاڼي زیاته کړه، مقامات کوشش کوي چې استادان په خوندي توګه او ژر راخوشې کړي.
په عین حال کې، افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي رحمان په دوشنبه /د جنوري ۱۶مه/ وویل، د داعش اورپکو په یکشنبه/ دجنوري ۱۵مه/ په یاده ولسوالۍ کې ۲۰ کورونو ته اور ورته کړ.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، دوه ورځې وړاندې داعش په دې ولسوالۍ کې ۶۵ کورونو ته اور وراچولی وو.