په افغانستان کې د سرک د غاړې بم ۷ کسان ووژل

ای اېف پي

ننګرهار -- ای اېف پي د چارواکو له قوله راپور ورکړ، د افغانستان په ختیځ کې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه ملکي کسان په یکشنبه /د جنوري ۱۵مه/ هغه وخت ووژل شول چې د هغوی د سورلۍ موټر د سرک د غاړې یوه بم وواهه.

د پچیراګام ولسوالۍ ولسوال هجرت الله رحماني ای اېف پي ته وویل،‌ کلیوالو په ننګرهار ولایت کې له پچیراګام ولسوالۍ څخه یوه نژدې کلي ته سفر کاوه.‌

هغه وویل، «له بده مرغه،‌ په چاودنه کې ۷ ملکي کسان چې یوه ښځه او درې ماشومان هم په کې ول ووژل شول او یو کس ژوبل شو.»‌

هیچا هم د پېښې مسؤلیت پر غاړه وانه خیست،‌ خو د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې «د سولې اوثبات دښمنان» ملامت کړل، او دا هغه اصطلاح ده چې افغان چارواکي یې د طالبانو لپاره کاروي.

په ننګرهار کې همدارنګه د داعش ډلې جنګیالي هم شته، چې کوشش کوي خپل حضور په افغانستان کې پراخ کړي.‌

تېره اونۍ، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۵۰ کسانو څخه ډېر، چې اکثر یې ملکیان ول، د طالبانو په بېلابېلو بمي بریدونو کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500