افغان ځواکونو د حقاني شبکې ۳۱ مشکوک کسان ونیول

د سټاف راپور

بلخ، افغانستان -- د خامه پرېس د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست په بېلابېلو خبرپاڼو کې وویل چې افغان ځواکونو د حقاني د ترهګرې شبکې ۳۱ تنه مشکوک غړي ونیول او د بم جوړونې یوه فابریکه یې قبضه کړه.

د ملي امنیت ریاست چارشنبه /د جنوري ۱۸مه/ وویل چې د ملي امنیت د ریاست کارمندانو په خوست ولایت کې د دوه عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې مشکوک کسان ونیول، او زیاته یې کړه چې د هغوی کارمندانو د ۵۰ مقناطیسي بمونو په شمول بېلابېلې وسلې ونیولې.

د ملي امنیت ریاست سه شنبه /دجنوري ۱۷مه/ وویل، په بلخ ولایت کې د طالبانو فابریکه د دې لپاره کارول کېده چې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې او د ترهګرۍ نورې وسلې جوړې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500