حزب اسلامي به په افغان انتخاباتو کې برخه اخلي

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د حزب اسلامي د یوه مشر محمد امین کریم له قوله سه شنبه /د جنوري ۱۷مه/ وویل چې د حزب اسلامي افغانستان ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار، به ژر په کابل کې راڅرګند شي.

حزب اسلامي په سپتمبر کې له افغان حکومت سره د سولې یو تړون لاسلیک کړ. له حکومت سره د څو کلونو جګړې پر وخت، حکمتیار ځان پټ کړی وو.

کریم وویل، حزب اسلامي تمه لري چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې په راتلونکیو انتخاباتو کې برخه واخلي، او زیاته یې کړه چې دغه ګوند تمه لري چې حکومت به د حزب اسلامي بندي غړي خوشې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500