جلال اباد -- د رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو چارشنبه /د جنوري ۱۸مه/ وویل، افغان سرتېرو د داعش د ۶ غړو په شمول لږ تر لږه ۳۴ تنه اورپکي ووژل.
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ډګرمن حضرت حسین مشرقیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، سرتېرو د داعش دغه غړي په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ووژل.
خو د خامه پرېس د راپور په اساس، جګړه په ده بالا ولسوالۍ کې شوې ده.
خامه پرېس راپور ورکړ چې د دفاع وزارت چارشنبه /د جنوري ۱۸مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سرتېرو په نورو بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه نور یاغیان ووژل.