کابل -- د ازادۍ راډېو د جمعې /جنوري ۲۰مه/ د راپور له مخې، په کابل کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) وویل، په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ۱۳ تنه ژورنالستان ووژل شول، چې په دې توګه دا کال د افغان رسنیو لپاره تر ټولو خونړی کال وو.
د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي وویل، «۲۰۱۷ کېدای شي چې له هغه نه بدتر وي،»
د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې په وینا، طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې د رسنیو پر ضد بریدونه ډېر زیات کړل.
د ولسمشر غني یوه ویاند وویل، نوموړی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.