افغان هوایي برید په زابل کې د داعش ۲۱ غړي ووژل

د سټاف راپور

زابل، افغانستان -- چارواکو دوشنبه /د جنوري ۲۳مه/ وویل، د هغو ۶۲ اورپکو په ډله کې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په جګړو کې ووژل شول لږ تر لږه ۲۱ تنه د داعش غړي ول.

د خامه پرېس د راپور په اساس، د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ تایید کړه چې د افغان هوایي ځواک په یوه برید کې په دغه ولایت کې د داعش ۲۱ غړي ووژل شول.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د دفاع وزارت یکشنبه /دجنوري ۲۲مه/ وویل، عسکرو په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۴۱ تنه اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500