والي وایي، ایرانیانو او طالبانو په هلمند کې سره لیدلي دي

د سټاف راپور

هلمند -- د هلمند د والي حیات الله حیات په وینا، ایراني استازو په وروستیو وختونو کې په ګرمسېر ولسوالۍ کې له طالب یاغیانو سره لیدلي دي.

هغه یکشنبه /د جنوري ۲۲مه/ د ازاد افغانستان راډېو ته وویل، «په افغان چارو کې د ایرانیانو لاسوهنه زیاته شوې ده.»

حیات وویل، د افغانستان د استخباراتو ادارې د دغه مجلس ترسره کېدا تایید کړې ده، او زیاته یې کړه چې هغه په هلمند ولایت کې د بهرنیانو د مداخلې په هکله د لا نورې پلټنې امر کړی دی.

د خامه پرېس د راپور په اساس، هغه وویل، د ولایت په مرکز لښکرګاه د طالبانو له برید څخه وروسته امنیتي ځواکونو داسې راکټونه وموندل چې ایرانۍ نښې پرې موجودې وې.

هغه وویل، طالبانو د ولایت په ودانۍ په یوه همغږې حمله کې څو راکټونه ور وتوغول او یو شمېر راکټونه د ودانیو له ویشتلو څخه وروسته ونه چاودېدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500