افغانستان د سپکاوي په قضیه کې د دوستم د ۹ ښکېلو ساتونکیو د نیولو امر وکړ

ای اېف پي

کابل -- یوه چارواکي سه شنبه /د جنوري ۲۴ مه/ وویل، د افغانستان لوی څارنوال د ولسمشر د لومړي مرستیال د هغو ۹ ساتونکیو د نیولو امر کړی دی چې د دوستم د یوه سیاسي سیال د جنسي زورونې او شکنجې تور پرې لګېدلی دی.

پر دوستم، چې یو پخوانی جنګسالار دی، تور لګېدلی دی چې د جوزجان پخوانی والي احمد اېشچي یې د نومبر په میاشت کې د یوې دودیزې لوبې بزکشۍ پر وخت تښتولی وو.

د تورونو له مخې، دوستم ۵ ورځې ایشچي په خپل شخصي کور کې ساتلی وو، چې ویل کیږي هلته اېشچي شکنجه شوی او لواطت ورسره شوی دی.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ای اېف پي ته وویل، «د پلټنې ټیم د ښاغلي دوستم د ۹ هغو ساتونکیو د نیولو امر جاري کړی دی چې په دې قضیه کې ښکېل ول.»

هغه وویل، «دغه ټیم همدارنګه له ښاغلي دوستم نه غوښتي دي چې یا استعلام ته پخپله یا د خپلو حقوقي چینلونو له لارې ځواب ووایي، خو هغه لا تر اوسه پورې ځواب نه دی ورکړی.»

دوستم اوس د تبصرې لپاره حاضر نه وو خو پخوا یې د دغو تورونو له منلو څخه انکار کړی دی، او وړاندیز یې کړی چې دا مسئله دې د عرفي محکمو پر ځای د قومي مشرانو د دودیزې منځګړتیا له لارې حل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500