کابل -- طلوع نیوز سه شنبه /د جنوري ۲۴مه/ راپور ورکړ چې دوه افغان پولیسانو په بغلان ولایت کې خپل پنځه نیوونکي طالبان وژلي او پخپله تښتېدلي دي.
د ولایت پولیسو وویل چې یاد پولیسان دوشنبه /د جنوري ۲۳مه/ په بورکه ولسوالۍ کې نیول شوي ول، او زیاته یې کړه چې وروسته له هغه چې هغوی وتښتېدل، د پولیسو یو یونټ راغی او تر درې ساعتونو پورې یې له نورو اورپکو سره جګړه وکړه.