افغان ځواکونو ۱۱ مشکوک تښتوونکي، د نشه یي توکو خرڅوونکي ونیول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، چارواکو وویل چې افغان ځواکونو ۴ تنه مشکوک تښتوونکي او ۷ تنه د نشه یي توکو مشکوک خرڅوونکي ونیول.

د ملي امنیت ریاست چارشنبه /د جنوري ۲۵مه/ وویل، د ملي امنیت ریاست دغه مشکوک تښتوونکي د جوزجان ولایت په شبرغان کې ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، توقیف شویو کسانو اعتراف وکړ چې د ښوونځي د یوه تښتول شوي ماشوم په بدل کې یې پیسې اخیستې وې.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل، په عین حال کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو تیره اونۍ په شپږو ولایتونو کې د نشه یي توکو ۷ تنه مشکوک خرڅوونکي ونیول.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په دغه وخت کې له ۶۵.۱ کیلوګرام نه د ډېرو هیرویینو، ۴۴ کیلوګرام اپین او د نورو نشه یي توکو د بېلابېلو مقدارونو د نیولو په هکله راپور ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500